۰

د طالبانو په برید کې د افغان پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۶
د ملي دفاع وزارت چارواکي تاییدوي، چې په لوګر ولایت کې د طالبانو د برید او نښتې پر مهال د افغان پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي.
د طالبانو په برید کې د افغان پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت چارواکي تاییدوي، چې په لوګر ولایت کې د طالبانو د برید او نښتې پر مهال د افغان پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزرات ویاند فواد امان وايي، طالبانو تېره شپه (د وري ۲۷مه ) دلوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د طالبانو برید په شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې، چې د ځینو مړو جسدونه یې د جګړې په میدان پاتې دي.

خو زیاتوي، چې په خواشنۍ سره د طالبانو سره نښته کې د افغان پوځ ۹ سرتېري هم شهیدان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې او افغان حکومت په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د کرونا د مخنیوي په خاطر اوربند وکړي او له جګړې لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي