د افغانستان لپاره د ناټو نوی ټاکل شوی ملکي استازی اسټیفانو پونټیکورو وايي، په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی.
د
جمهور خبري آژانس د له مخې پونټیکورو له آزادۍ رادیو سره مرکه کې ویلي، طالبانو په ښارونو او ایتلافي ځواکونو بریدونه درولي، خو له دې سره سره یې هم تاوتریخوالی روان ساتلی.
نوموړي ویلي«دا ممکن د دې لپاره وي چې طالبان په دې باور دي چې په دې توګه به د سولې بهیر کې له پیاوړي دریځه برخه اخلي، اما دا په بشپړه توګه یو غلط نظر دی، زما په نظر دا حساب ناسم دی.»
د ناټو ملکي استازي ټینګار وکړ چې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه باید کمه شي.
دغه غوښتنه داسې مهال کیږي چې له پرون راهیسې، پکتیکا، غور، کندز، کاپیسا او یوشمېر نورو سیمو کې خونړۍ جګړې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل