۰

د ننګرهار موټر بم برید کې ۵۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۱۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۹
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار و لایت کې په شوي موټر بم برید کې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه شهیدان او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار موټر بم برید کې ۵۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار و لایت کې په شوي موټر بم برید کې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه شهیدان او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن شنبې د تلې ۱۲ مه غرمه ۱۲:۲۰ بجې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې شوی دی.

ویل کېږي ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر د غني خېلو ولسوالۍ د ملي امنیت له یوه ټاور سره جنګولی او چاودنه یې کړې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې له دغه برید وروسته نورو بریدګرو غوښتل وسله وال برید وکړي خو امنیتي ځواکونو وژلي دي.

خوږیاڼی وايي، په دغه برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۴۰ پورې ټپيان شوي دي.

که څه هم نوموړي دا ونه ویل، چې مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې که نظامیانو ته خو ویل کېږي په یاده سیمه کې یو خصوصي ښوونځي هم شته، چې د زده کوونکو د رخصتېدو سره سم چاودنه شوې ده.

عیني شاهدان وايي، د برید قربانیان تر ډېره د ښوونځي زده کوونکي دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي