۰

خبریالانو ته توره ورځ، دا ځل خبریاله ملاله میوند و وژل شوه

پنجشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو پر یوې خبریالې برید کړی او وژلې یې ده.
خبریالانو ته توره ورځ، دا ځل خبریاله ملاله میوند و وژل شوه
 سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو پر یوې خبریالې برید کړی او وژلې یې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د لیندۍ ۲۰ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.

وژل شوې خبریاله ملاله میوند نومېږي، چې ننګرهار کې یې د انعکاس په نوم له یوه سیمه ییز تلوېزیون سره دنده درلوده.

نوموړې نن سهار له کور څخه دفتر ته روانه وه، چې د کور مخ ته پرې برید شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، ملاله میوند په لومړي سر کې ټپي وه او روغتون ته تر رسېدو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په برید کې د ملالې میوند موتر چلوونکی هم وژل شوی دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم لامل معلوم دی.

دا په تېره کابو یوه میاشت کې درېیم خبریال دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي.

تر ملالې کابو دوه اوونۍ وړاندې په هلمند کې د ازادۍ رادیو خبریال الیاس داعی د ماین په یوه چاودنه کې و وژل شو، او تر هغې څو ورځې وړاندې بیا د طلوع پخوانی خبریال یما سیاوش په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي