د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د امریکا له شارژدافیر راسن ویلسن سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي محب او ویلسن لیدنه پرون سه شنبې د مرغومي ۳۰ مه شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لوریو د روانو ګډو اندیښنو په ګډون د سولې پروسې، امنیتي وضعیت، تاوتریخوالي او د امریکا او افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
د دغه لېدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا خبرې پر داسې مهال کېږي، چې دوحه کې د سولې د دویم پړاو خبرو له پیل سره سم د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې جګړو او ناامنیو بیا زور اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل