۰

پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح ننګرهار کې نیول شوی دی

پنجشنبه ۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۶
سیمه ییز چارواکي وايي، پر کابل پوهنتون د ډلیز وسله وال برید اصلي طراح د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
پر کابل پوهنتون د برید اصلي طراح ننګرهار کې نیول شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، پر کابل پوهنتون د ډلیز وسله وال برید اصلي طراح د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي، دغه کس حضرت علي نومېږي او له دوه نورو ملګرو سره یو ځای د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی.

د والي په وینا حضرت علي مشهور په ابو سعید اعظم او ملګري یې د اچین ولسوالۍ د شنې لکړې سیمه کې ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو نیولي دي.

والي وايي ابو سعید اعظم پر کابل پوهنتون د ډلیز برید له طراحانو دی، چې په عراق، سوریه او بلجیم کې د داعش ډلې له مشرانو او غړو سره اړیکې درلودې او دغې افراطي ډلې ته‌یې تبلیغات کول.

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې پر ۱۲مه پر کابل پوهنتون په وسله ‌وال برید کې نږدې ۲۰ کسان ووژل شول او تر ۴۰ زیات نور ټپیان شول.

په وژل شویو او ټپیانو کې د محصلانو ترڅنګ د پوهنتون کارکوونکي هم شامل وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي