د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن افغانستان او بلجیم ته خپل وروستی سفر ګټور او له لاس ته راوړڼو ډک بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلینکن تر دې سفر وروسته په څو ټوېټ پیغامونو کې ویلي، متحده ایالات او ناټو به له وتلو وروسته هم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې دوی به د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار اوسي. بلینکن دغه راز زیاته کړې چې دوی په سیمه کې د خپلو ګټو تعقیب او ساتلو ته دوام ورکوي او طالبان هم د خپلو ژمنو پر وړاندې مسوول دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان راتلونکې بلاخره د افغانانو په لاس کې ده خو په خبره یې، امریکا به د تلپاتې تعهد او مشارکت پر بنسټ د افغانستان ملاتړ دوامداره وساتي.
جمهورخبري آژانس:کابل