د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ازبکستان له افغانستان سره د زر ډبو اکسجین مرسته کړې او راورسېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، یاده مرسته نن شنبې د غبرګولي ۲۲ مه حیرتان بندر کې افغان چارواکو ته وسپارل شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له کرونا ویروس ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې د ازبکستان هیواد له مرستې څخه مننه کړې ده.
د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د سیمې لپاره د ازبکستان د سیاسي مرستیال څخه له کرونا ویروس سره د مبارزې په ځانګړي ډول د اکسېجن برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره په روغتونونو کې د اکسېجن د کموالې په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.
د افغانستان روغتیا وزارت د ناروغانو زیاتوالي ته په کتو له روغتیايي کار کوونکو څخه غوښتي چې د اکسېجن په مصرف کې له سپما څخه کار واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل