۰

ترکیه: افغانستان کې د ثبات لپاره هر ډول مرستې ته چمتو یو

دوشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۸
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد یې په لنډ مهال کې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
ترکیه: افغانستان کې د ثبات لپاره هر ډول مرستې ته چمتو یو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد یې په لنډ مهال کې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اردوغان چې د بوسنیا، هرزګوینا او مونتي‌ نیګرو د سفر نه وروسته یې په خپل هېواد کې رسنیو ته خبرې کولې ویلي، د افغانستان روان وضعیت، حالات او روان پرمختګونه له نږدې څاري.

نوموړي زیاته کړې، یوه خبره باید سپینه وي، هغه دا چې طالبان څه ډول دولت جوړوي‌ او د دولت د ادارې په برخه کې د هغوې دریځ او چلند څه دی، د دې خبرې به ټول په ګډه شاهدي‌ ورکړي.

اردوغان وايي، ترکیې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې پام وړ پانګونه کړې ده او له دې وروسته هم له دغه هېواد سره همکاریو ته چمتو دي.

د ترکیې ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هر څه ژر باید په دغه هېواد کې ثبات ټینګ شي ځکه افغانان د دومره دروند بار وړلو توان نور نه لري.
د ترکیې ولسمشر څرګنده کړې چې دوی د افغانستان د یووالي‌، اتحاد او اتفاق په خاطر هر ډول مرستې ته تیاری لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي