راپورونه وايي، جوزجان ولایت کې د واده په مراسمو کې د چاودنې له امله د ناوې په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د تلې ۱۰ مه د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د ودونو په یوه تالار کې رامنځ ته شوې ده.
راپورونه وايي، چاودنه د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
ځینې سرچینې وايي، ماین د ناوې په کوچ کې ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې له امله یې ناوې وژل شوې او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او په اړه یې نور جزیات هم نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل