۰

پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند کړی دی

سی شنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۵
 پاکستاني طالبانو له پاکستاني حکومت سره د افغان طا لبانو په منځګړیتوب بشپړ اوربند کړی دی.
پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند کړی دی
 پاکستاني طالبانو له پاکستاني حکومت سره د افغان طا لبانو په منځګړیتوب بشپړ اوربند کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دوی له حکومت سره مذاکرات پيلوي او د دې مذاکراتو لپاره یوه میاشت اوربند رامنځ ته شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې که په دې لړ کې که پرمختګ رامنځ ته کېږي نو اوربند به تمدېدېږي.

دوی له افغان طالبانو د منځګړیتوب له امله مننه کړې ده او ټينګار یې کړی چې دوی اوربند ته ژمن دي او حکومتي لوري ته په کار ده چې له هوکړې سرغړونه ونه کړي.

په ورته وخت د پاکستان حکومت هم ویلي، چې  د افغان طالبانو په منځګړیتوب یې د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې له پاکستاني طالبانو سره خبرې کړې دي او پر بشپړ اوربند توافق شوی دی.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پاکستاني طالبانو حکومت ته ګواښ وکړ چې ژر به یې پر وړاندې جګړه پيلوي او هلته به رښتینی اسلامي نظام حاکموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي