امریکا یو ځل بیا د ولسمشر غني د سولې پلان ملاتړ او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی، چې د ښاغلي غني د سولې پر پلان جدي غور وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز تېره ورځ د کب (۱۴مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته کړې دي.
نوموړي ویلي د ولسمشر غني خبرې یې اورېدلې چې د سولې د باغزت بهیر وړاندیز یې وکړ او طالبانو ته په کار ده، چې پر دې وړاندیز جدي غور وکړي.
د ویلز په خبره د ښاغلي غني وینا له طالبانو د تسلیمۍ د غوښتنې په معنا نه، بلکې په یوه سیاسي چوکاټ کې د سولې د با عزته بهیر وړاندیز و.
په ورته وخت کې مېرمن ویلز و ویل، چې امریکا د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکې غونډې ملاتړ او استازی به یې په کې ګډون کوي.
د مېرمن ویلز په باور منځنۍ اسیا او په تېره ازبکستان د میرزایوف د ولسمشرۍ پرمهال په سیمه کې د افغانستان د ګډون په برخه کې خورا مهم رول لوبولای شي.
د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کوي، چې د انرژۍ، سوداګرۍ او د خلکو ترمینځ د اړیکو له لارې په افغانستان کې ثبات راوستل خورا زیات اهمیت لري.
باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تېره اونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کابل پروسې په غونده کې، چې د ۲۵ هېوادونو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو استازو هم په کې برخه اخیستې وه، طالبانو ته د سولې یوه طرحه وړاندې کړه.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل