د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې په لوړو غرونو کې د واورو او سختو اورښتونو خبرداری ورکړی دی.
دغه رياست نن د ثور په نهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه وړاندوينه سبا دوشنبه د ثور په لسمه نېټه شوې ده او د ورښتونو او سېلابونو د ورېدو احتمال شته.
د اعلامیې پر بنسټ، په بدخشان، تخار، سمنګان، بغلان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بامیان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې به واوره او باران وریږي.
اعلامیې زیاته کړې چې په مختلفو ځایونو کې به د باران اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي میترو ترمنځ وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د هېواد ډېری سیمې د سختو بارانونو او کله ناکله سېلابونو شاهدې دي، چې له امله یې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.
جمهورخبري آژانس