۰
د مشرانو جرګې رییس:

چین د پر پاکستان فشار راوړي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۵
د افغانستان د مشرانو جرګې یا سنا مجلس مشر فضل الهادي مسلم یار له پر چین غږ کړي، چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
چین د پر پاکستان فشار راوړي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي
د افغانستان د مشرانو جرګې یا سنا مجلس مشر فضل الهادي مسلم یار له پر چین غږ کړي، چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلم یار دغه څرګندونې په کابل کې د چین سفیر لیو جینسونګ سره په خبرو کې کړې دي.

د مشرانو جرګې رییس ویلي، چې په افغانستان کې روانې ناامنۍ د پاکستان له خاورې مدیریت کېږي او چین ته پکار ده، څو پاکستان دې ته تیار کړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چین پر پاکستان نفوذ لري نو له همدې کبله کولای شي پاکستان قانع کړي، چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي او طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

ښاغلي مسلم یار ویلي دغه د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د چین له سفیر څخه یې غوښتي، چې د افغان ولس دغه غوښتنه تر خپلو چارواکو پورې ورسوي.

په ورته وخت په کابل کې د چین سفیر لیو جینسونک هم ټینګار کړی، چې د افغانستان روانې ستونزې باید  د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شي.

نوموړي ویلي هېواد یې د افغانستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او غواړي د چین او افغانستان د پارلمانونو تر منځ د پیاوړو اړیکو لړۍ پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي