سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال د دریو افغان سرتېرو په ګډون ۲۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د نصرت په نوم پوځي عملیات له تېرو دریو ورځو راهیسې د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند ګوګرک په سیمه کې پیل شوي دي.
د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په عملیاتو کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
نایاب زیاتوي، چې دا مهال د ګوګرک سیمه د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې او عملیات لا هم روان دي.
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي، چې په دغه سیمه کې د افغان پوځ عملیات په شاه تمبولي او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورخبري آژانس:اروزګان