د استرالیا افسانوي لیګ سپینر لوبغاړي شېن وارن راشد خان حیرانوونکی لوبغاړی او په ټوېټر پاڼه یې لیکلي« د لیګ سپینر لوبغاړي په توګه د هند په غوره لیګ کې له مختلفو لیګ سپینرانو سره مینه لرم، خو په دې سترو لوبو کې د راشد خان د توپ اچولو لیدو وویاړلم او زما د هیجان سبب شو.»
خو پر دې ټولو ستاینو سربېره د هند خلکو له خپل حکومت څخه غوښتي، چې راشد خان ته د هند افتخاري تابعیت ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج وایي ډیر ټویټرونه یې کتلي چې د هند خلکو راشد خان ته د هند افتخاري تابعت ورکولو غوښتنه کړې ده خو د هغې په وینا دا دې هغې نه، بلکه د هند د کورنیو چارو وزارت دنده ده.
باید و ویل شي، چې د هند سوداګریزه لوبو ای پي ایل کې د سنرایز حیدراباد او چینا سوپرکېنګ لوبډلې پای لوبې ته وتلې، چې سبا یک شبنې د غبرګولي ۶ مه به تر سره شي.
د یادونې وړ ده، چې د هند په دغه تجاراتي لوبو کې د راشد تر څنګ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه نور لوبغاړي محمد نبي او مجیب ځدران هم ګډون کړی وو.