راپورونه وایي، پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزارت یو افسر د وسله والو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ملي دفاع وزارت یوې سرچینې د دغه خبر د پخلي تر څنګ رسنیو ته ویلي، چې وژل شوی افسر ډګروال حمید نومېده او د ملي اردو په یوه روغتون کې یې دنده تر سره کوله.
د دغه وژنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي د دوی کسانو کابل کې د ملي اردو یو لوړ پوړی افسر ډګروال حمید وژلی دی.
دفاع وزارت په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل