۰
ډيلي ټایمز:

عمران خان دې د افغانستان په اړه تېر سیاستونه نه تکراروي

دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د پاکستان پر احتمالي لومړي وزیر پر عمران خان غږ کړی، چې د افغانستان په اړه د تېرو حکومتونو تګلاره او سیاست نه تکراروي.
عمران خان دې د افغانستان په اړه تېر سیاستونه نه تکراروي
پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د پاکستان پر احتمالي لومړي وزیر پر عمران خان غږ کړی، چې د افغانستان په اړه د تېرو حکومتونو تګلاره او سیاست نه تکراروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې یادې څرګندونې د ولسمشر غني او عمران خان وروستیو تلیفوني خبرو ته اشاره کړې ده.

په مطلب کې ویل شوي، چې  دواړو لورو په دغه ټلېفوني اړیکه کې په سیمه کې د امنیت په راوستو او اړیکو ښه کولو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼې ټینګار کړیو چې ولسمشر اشرف غني او عمران خان مهمې خبرې لرلې دي او ښايي دوی دواړه وکړی شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړېدلې اړیکې له سره ورغوي.

ورځپاڼه لیکي، چې ددواړو هېوادونو وګړي د سولې تږي دي او عمران خان ته په کار ده، چې د تېرو حکومتونو سیاستونه د افغانستان په اړه غوره نه کړي.

ډیلي ټایمز زیاته کړې، دواړه لورو ته په کار ده، چې شته ستونزې حل کړي او په دې توګه ددواړو هېوادونو وګړي سولې او امنیت ته ورسوي.

د ورځپاڼې په باور عمران خان ته په کار ده، چې ځان تاریخ ته ملامت نه کړي او په رښتینې توګه د پاکستان د سوکالۍ او همدا راز په سیمه کې د سولې لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي