د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د جګړې له امله پر غزني، پکتیا او لوګر ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په سیدآباد ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې جګړې له امله په یاده ولسوالۍ کې د برېښنا مزي پرې شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د مزو د پرېکېدو له امله پر غزني، پکتیا، او لوګر ولایتونو برېښنا پرې شوې، خو په وینا یې چې څنګه هلته امنیت ډاډمن شي، مزيبه بېرته وتړل شي.
برېښنا شرکت زیاتوي، چې د پکتیا او لوګر برېښنا هم پرې شوې ده چې اوس یې د نښلولو چارې پیل شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل