۰
مولوي سلیم:

د سولې عالي شورا د طالبانو پر مهمو شرطونو بحث ته چمتو ده

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۸
د سولې عالي شورا چارواکي وایي، دغه شورا د وسله والو طالبانو د مهمو شرطونو په اړه بحث او خبرو ته چمتو ده.
د سولې عالي شورا د طالبانو پر مهمو شرطونو بحث ته چمتو ده
د سولې عالي شورا چارواکي وایي، دغه شورا د وسله والو طالبانو د مهمو شرطونو په اړه بحث او خبرو ته چمتو ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د تېرې جمعې په ورځ د افغان سولې په تړاو د مسکو په غونډه کې طالبانو یو ځل بیا خپل شرطونه اعلان کړل.

په دغه غونډه کې له تورلېسته د طالب مشرانو ایستل، د بندیانو خوشي کول او تر ټولو مهم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په بشپړه توګه وتل د طالبانو هغه مهم شرطونه و، چې تر دې وړاندې یې هم پرې ټینګار کړی وو.

د سولې عالي شورا د طالبانو همدې شرطونو ته په غبرګون کې ویلي، د سولې عالي شورا د طالبانو د مهمو شرطونو په اړه بحث ته تیار دي.

د سولې عالي شورا او مسکو ته د تللي پلاوي غړي عطاالرحمن سلیم ویلي، له طالبانو سره په مسکو کې مخامخ خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، له طالبانو یې غوښتي چې له افغان حکومت یا سولې عالي شورا سره د خبرو لپاره خپل پلاوی وګوماري.

مولوي سلیم له امریکا غږ سره خبرو کې ویلي،  د سولې عالي شورا تیارده، چې د طالبانو مهم شرطونه لکه، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او نور تر بحث لاندې ونیسي.

د هغه په وینا په مسکو کې یې د افغان سولې په اړه ټول وړاندیزونه او د افغان حکومت د سولې پلان د غونډې ګډونکوونکو ته وړاندې کړی دی او دوی هم ملاتړ ترې کړی دی.

خو وايي، طالبانو ته هم په کار ده، چې نور دې افغان جګړه نه اوږدوي او له افغان حکومت سره د خبرو لپاره دې خپل پلاوی وګوماري.

د سولې عالی شورا غړي زیاته کړې، چې د پلاوي له ګومارل کېدو سره سم به د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو مسایلو بحثونه او خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني لا وړاندې ویلي و، که وسله وال طالبان اوربند او سوله وکړي، افغان حکومت چمتو دی، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو هم ورسره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي