۰

ننګرهار کې تر اوسه ۲۵۰ داعشیان حکومت ته تسلیم شوي دي

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې له تېرو څو کلونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې ۲۵۰ داعش وسله وال په انفرادي او ګروپ ډول حکومت ته تسلیم شوي دي.
ننګرهار کې تر اوسه ۲۵۰ داعشیان حکومت ته تسلیم شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې له تېرو څو کلونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې ۲۵۰ داعش وسله وال په انفرادي او ګروپ ډول حکومت ته تسلیم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار چارواکو زیاته کړې، چې په دې ډله کې د داعش ډلې شل کورنۍ هم شاملي دي او دا ډله اوس په ننګرهار کې سخته ځپل شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په ننګرهار کې اوس د داعش مهم مرکزونه، روزنځایونه او ځینې پټنځایونه له منځه وړل شوي، خو بیا هم د دوی جنګیالي په ځینو سیمو کې په انفرادي توګه جګړې کوي، چې پر وړاندې یې عملیات روان دي.

د هغه په وینا داعش په دریو ولسوالیو هسه مېنه، نازیانو او اچین کې اساسي مرکزونه درلودل، او له همدې ځایونو یې اکمالات کېدل، خو په عملیاتو کې اچین نېږدې ۹۵ سلنه له دغه ډلې پاکه شوې او په نازیانو او هسکه مېنه کې یې پر وړاندې عملیات دوام لري.

د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې په هکسه مېنه ولسوالۍ کې هم د داعش پټنځایونه او مرکزونه له منځه وړل شوي دي او د سیمې امنیت سیمه ییزه پاڅونوالو ته سپارل شوی دی.

د خوږیاڼي په د نومبر په ۱۰مه په مکررو پوځي عملیاتو کې هغه کسان چې د داعش راډیويي خپرونې یې چلولې هم وژل شوي دي.

خوږیاڼی په نازیانو کې د داعش پر وړاندې د عملیاتو د دوام خبر پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د دغه ولسوالۍ کابو ۵۰۰ اوسېدونکو هم د داعش پر وړاندې پاڅون کړی دی.

پاڅونوالو ویل تر هغې به د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو په شان جګړه وکړي، تر څو یې خپلې سیمې د دغه ډلې له ظلمونو خلاصې کړې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي