افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلي غني او ورسره پلاوی نن یکشنبې د کب ۲۶ مه سهار عربي اماراتو ته روان شو.
د ارګ پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات زیاتوي، چې ښاغلی غني به د دې سفر په ترڅ کې د ابوظبۍ له امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهان سره وګوري.
سرچینه وايي، د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولین د فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ تفاهمنامې لاسلیک کړي.
باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ باکو ته هم تللی و او هلته یې د باکو د نړیوالې مجمع په غونډه کې ګډون وکړ، او د اذربایجان له چارواکو سره یې ولیدل.
جمهورخبري آژانس:کابل