سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن قومي مشر لالا جان وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د غبرګولي ۲۵ مه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په شهر نو بازار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د قومي مشر لالا جان په موټر پسې چسپکي ماین نښول شوی و چې په چاودنه کې یې نوموړی وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي، او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیا