له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتنونخوا کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د زمري ۲۷ مه د خیبرپښتنوخوا په بر دیر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي چارواکو ویلي، چې په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ځايي چارواکو په وینا پېښه د شخصي دښمنې له امله رامنځ ته شوې، خو راپورونه وایي، په دغه چاودنه کې د طالبانو ضد د سولې خوځښت غړي په نښه شوي دي.
د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل