د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو غړو هېوداونو د دفاع وزیرانو په غونده کې د ګډون په موخه بروکسل ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم لومړۍ نېټه خبره شوې خبرپاڼه وايي، خالد به د دې غونډې په څنډه کې د ناټو غړو هېوادونو له دفاع وزیرانو سره جلا لیدنې هم ولري.
سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د ناټو غړي هېوادونه د افغان ځواکونو د سلا مشورې په تړاو د خپل ماموریت د دوام پر څرنګوالې خبرې اترې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه نن چهارشنبې د دغه سازمان د ناټو د عمومي مشر ینس سټولټنبرګ په وینا پیل شوه.
دغه غونډه به سبا پنشنبې هم دوام وکړي، چې په کې به د افغانستان د روان وضعیت او سولې په اړه هم خبرې اترې په کې وشي.
د ناټو عمومي منشي و ویل، چې دوی په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او په دې اړه یې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل