۰

د مالیې له سرپرست سره د ولسي جرګې استماعیه ناسته کډوډه شوه

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۷
د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته ورغلی وو، خو د ګڼ شمېر وکیلانو د اعتراضونو سره غونډه کډه وډه شوه او وزیر له جرګې ووت.
د مالیې له سرپرست سره د ولسي جرګې استماعیه ناسته کډوډه شوه
د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته ورغلی وو، خو د ګڼ شمېر وکیلانو د اعتراضونو سره غونډه کډه وډه شوه او وزیر له جرګې ووت.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوشنبې لیندۍ ۴ مې عمومي غونډه وروسته له هغې ګډوډۍ سره مخ شوه، چې یو شمېر استازو د ښاغلي قیومي د استجواب غوښتنه وکړه.

د قانون له مخې په استماعیه ناسته کې وکیلان حق نه لري، چې سوالونه مطرح کړي همدې ته په کتو ګڼ شمېر استازو د جرګې د نن په اجنډا باندې نیوکه وکړه.

په پای کې د جرګې ریاست چې نن د امیرخان یار په مشرۍ تر سره شو، له استماعیه څخه په استجوابیه د غونډې د بدلون لپاره رای اچونه وکړه، چې ګڼو وکیلانو د استجواب لپاره رایه ورکړه.

خو د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي و ویل، چې دی د جرګې د اجنډا سره سم په غونده کې د ګډون لپاره راغلی او تیاری یې نیولی دی، نه د استجوابیه غونډې لپاره.

نوموړي و ویل، چې د ۱۳۹۸ کال د قطعیې په اړه د وکیلانو د پوښتنو د ځواب لپاره به په بله غونده کې ګډون وکړي او ځوابونه به وايي.

له دې وروسته نوموړي د ولسي جرګې د ریاست په لارښوونه له جرګې ووت او ننۍ غونډه د توضیحاتو له ورکولو پرته پای ته ورسېده.

خو د جرګې د مالي کمېسیون مشر عظیم محسني د جرګې اداري پلاوی له مالیې وزیر څخه په طرفدارۍ تورن کړ ویې ویل چې دا یو له شرمه ډک کار دی.

ولې د جرګې د نن ورځې رییس امیرخان یار و ویل، چې دغه اجنډا د کمېسیونونو د رییسانو له خوا نیول شوې وه او اداري پلاوی په کې رول نه درلود.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي