ولسمشر محمد اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا کمولو او عفوې په برخه کې یو تازه فرمان صادر کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر دغه فرمان پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۷ مه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه صادر کړی دي.
د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دغه فرمان پر بنسټ به د یو شمېر زنداني مېرمنو د زندان موده راکمېږي او یو شمېر به یې بخښل کېږي.
سرچینه زیاتوي د دې فرمان له مخې به هغه زنداني مېرمنې چې د درېواړو محکمو له لوري تر دریو کلونو پورې په زندان محکومې شوې دي خوشي کېږي.
په فرمان کې همدا راز د هغو ښځو د زندان موده هم راکمه شوې چې له ۳ کلونو تر ۳۰ کلونو پورې په زندان محکومې دي.
دا لومړی ځل دی، چې چې افغان حکومت پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ګام پورته کوي او له دریو کلونو څخه په کم بند محکومې مېرمنې له زندانونو خوشې کوي.
د ولسمشر دا فرمان په داسې حال کې ورکړی دی چې دا مهال ۸۰۰ مېرمنې د افغانستان په زندانونو کې بندیانې دي او دغه راز په دې وروستیو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو کې هم ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل