ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو غور ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد ځانګړي عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت تېره شپه ناوخته په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ د سمک په سیمه کې تر سره شوي، چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله.
دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۵۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ میله وسلې یې تر لاسه شوې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې افغان ځواکونو د طالبانو په پټنځایونوبریدونه کړي او د سمک سیمه یې ترې نیولې ده.
نوموړی وايي، جګړه له پرون ماښام راهیسې پیل شوې وه او د شپې ناوخته درنه بمباري وشوه، چې له امله یې د طالبانو مړي په میدان پاتې دي او دغه سیمه په مکمل ډول له طالبانو پاکه شوې.
دی زیاتوي، طالبانو ته ځکه زیات مرګ ژوبله اوښتې، چې افغان ځواکونو د عملیاتو له پیل وړاندې د هغوی ټول نقلیه وسایط له منځه وړي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غور