د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي اعلان وکړ، چې سږ کال په هېواد کې څه باندې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ ملي عوايي راټول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي نن یکشنبې د مرغومي اوله کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په ۱۳۹۸ کال کې تر اوسه څه باندې ۲۰۸ میلیارد افغانۍ ملي عواید راټول شوي، او دا په ملي عوایدو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د هغه په وینا د عوایدو زیاتوالی په تېرو ۱۸ کلونو کې بې ساری دی او دا عواید تېرو پنځو کلونو په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د ملي عوایدو د زیاتوالي یو لامل په عایداتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستل او دا د دې لامل شوي، چې د پیسو نړیوال صندوق هم په خپلو شپږ پړاو ارزونو کې د افغانستان د حکومت له اصلاحاتو یادونه وکړي.
دی وایي، چې له همدې امله افغان حکومت ۴۴ میلیونه ډالر جایزه تر لاسه کړې او د اوږد مهاله پور اخیستو لپاره ورته زمینه برابره شوې ده.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش