د غزني امنیتي چاروکي په دغه ولایت کې د ترهګرو فعالیتون په تور د دریو تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي مطبوعاتي دفتر نن یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې درې تنه له اسنادو او شواهدو سره یو ځای د ترهګرو فعالیتونو په تور د غزني په مرکز کې ونیول.
خبرپاڼه وايي، دغه کسان د ترهګرو ډولو له خوا په غزني کې د ماینونو اېښودلو او غلچکي بریدونو لپاره ګومارل شوي و، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شول.
د غزني د والي مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې نیول شوی کسان دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل