راپورونه وایي، په خوست ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ نښته کې له دواړو لورو لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون دوشنبې د کب ۱۹ مه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
راپورونه وايي، لومړی په یوه جومات کې دوه کسانو تر منځ لفظي شخړه شوې او وروسته یې وسله واله نښته کړې ده.
د سرچینو په وینا په دغه نښته کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي او دغه راز د هغې بلې کورنۍ هم درې تنه ټپیان شوي دي.
چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژآنس:خوست