ننګرهار ولایت ته د عامې روغتیا وزارت تللي پلاوي تر خپلو څېړنو وروسته ویلي چې په یاد ولایت کې د محرقې ناروغان ټول په کرونا ویروس اخته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر خبر له مخې یاد پلاي ټینګار کړي، چې په دې ولايت کې په محرقې اخته کسان کرونا ويروس نيولي او بايد خپلې روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، تللي پلاوي د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست له چارواکو سره هم په همدې تړاو لیدنه کړې.
سرچینه زیاتوی، په یاده لیدنه کې د کرونا تجريد روغتون ته د پنځه سوه نورو بېډونو د ورکړې او په ښار او ولسواليو کې د کرونا ويروس مخنيوي او درملنې په موخه په نورو مرستو او امکاناتو هم خبرې اترې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په افغانستان کې د کرونا ۵۸۰ تازه پېښې ثبت شوې چې ورسره په کرونا د اخته کسانو شمېر هم له ۱۳ زرو واوښت.
جمهورخبري آژانس:کابل