افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته رسېدلی او هلته به پر بېلا بېلو موضوعاتو له ځايي چارواکو، دیني عالمانو او عامو خلکو سره خبرې اترې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن یک شنبې د چنګاښ ۱۰ مه سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته ورسېده.
ارګ وايي، ننګرهار ته د ولسمشر د سفر موخه په دغه ولایت کې د یوه زر بستریز روغتون د بنسټ ډبرې اېښودل دي.
سرچینې زیاته کړې پر دې سربېره به ولسمشر د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر له دې وړاندې، خوست، پکتیا، کندهار، مزار شریف او ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه درلودل.
جمهورخبري آژانس:کابل