د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، حکومت سولې ته پوره ژمنتیا لري او دا طالبان دي، چې د تاوتریخوالي په دوام سره یې د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صدیقي چې نن دوشنبې د چنګاښ ۱۶ مه کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې ز د حکومت له زندانونو د طالب زندانیانو خوشې کېدو ته په اشارې وویل چې حکومت د سولې لپاره کلکه اراده لري او تر اوسه پورې یې د سولې پروسې اسانتیا لپاره ټولې اړینې چارې ترسره کړې دي.
نوموړي و ویل، چې طالبانو نه یوازې د افغانانو بلکې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته هم درناوی نه دی کړی او د تاوتریخوالي په دوام یې د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه، چې د تاوتریخوالي کمېدل د ټولو لوریو جدي غوښتنه ده او دوی هیله لري چې طالبان د تاوتریخوالي په کمېدو سره د سولې خبرو ته چمتوالی وښیي.
جمهورخبري آژانس:کابل