د ولسشمر ویاند صدیق صدیقي وايي، آغا خان بنسټ په پام کې لري، چې هرات ولایت کې د ګوهرشاد بېګم د مصلی پنځم منار بېرته ورغوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صدیقي نن چهارشنبې د لړم ۲۱ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، آغا خان بنسټ په یوه لیک کې ولسمشر غني ته ویلي، چې د دوی د دغه منار د بیارغونې لپاره پوره چمتوالی لري.
د هغه په وینا وروسته له هغې، چې د هرات تاریخي منار د نړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې، ولسمشر تېره اوونۍ د دغه منار د بیا جوړېدو امر وکړ.
صدیقي زیاتوي، د دغه منار د جوړېدو لومړنۍ چارې چې په کې سروې او لومړنۍ بیارغونه ده، د حکومت پر غاړه او اساسي مرحله یې د آغاخان د فرهنګي بنسټ پر غاړه ده.
نوموړی وايي، ولسمشر غنی تېره اوونۍ د آغا خان د فرهنګي بنسټ او کابل کې د یونسکو سازمان له مسوولینو سره لیدنه کې د هرات د پنځم منار د جوړېدو او دغه راز د تاریخي اثارو په ساتنه کې له هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ولسمشر ویاند وايي، تر دې وروسته د آغا خان بنسټ د مشر شهزاده کریم آغاخان له خوا ولسمشر ته په لېږلي لیک کې تایید شوې، چې دوی به د هرات د مصلی پنځم منار جوړوي.
جمهورخبري آژانس:کابل