له ټاکلې نېټې سره سم تمه ده، چې د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو نن درې اړخیزه غونډه ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غونډې اجنډا د افغانستان سوله او ثبات دی او پر دې به په کې خبرې وشي، چې څنګه د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع غښتلې او افغانستان ته سوله راشي.
غونډه به د ویډیويي کنفرانس له لارې د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ وي، چې په کې به د هغو سیاسي او اقتصادي پروګرامونو په اړه خبرې وکړي چې د درېواړو هېوادونو مشرانو د جولای پر دوهمه نېټه په یوه وېډیویي ناسته کې مطرح کړي وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون رسنیو ته و ویل، چې غونډه به نن دوشنبې د چنګاښ ۲۳ مه تر سره شي.
نوموړي هم ویلي و، په دغه وېډیویي کنفرانس کې پر هغو پروګرامونو او اهدافو باندې خبرې وکړې چې د جولای پر دوهمه نېټه د درې هېوادونو د مشرانو ترمنځ غونډه کې مطرح شوي وو.
د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه داسې مهال کېږي چې د بینالافغاني خبرو د پیل په هدف په ملي، سیمهییزه او نړیواله سطح جدي هڅې روانې دي.
د افغانستان حکومت پرون یکشنبه یو ځل بیا د سولې خبرو د پیلېدو دمخه د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه له طالبانو څخه تکرار کړه.
خو طالبانو بیا د خبرو تر پیل دمخه د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه غیر منطقي بللې او د بینالافغاني خبرو د پیلېدو لپارهیې د زندانیانو په ژر تر ژره تبادلې ټینګار کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل