د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې د بین الاافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون جمعه د زمري ۳۱ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې د بین الاافغاني خبرو د ځنډېدو لپاره هېڅ دلیل نشته دي.
خلیلزاد د افغانستان د پوهنې وزارت د علمي شورا پر رییس او د سولې پروسې فعال عبدالباقي امین برید غندلی او دا یې د هغه چا کار بللی، چې په وینا یې غواړي د سولې بهیر ځنډنی او کډوډ کړي.
هغه لیکلي«موږ دغه تروریستي عمل غندو، د هغه کورنۍ، دوستانو او د افغانستان خلکو ته چې د سولې غوښتونکي دي تسلیت وړاندې کوو، ټول اړخونه باید د ډاکټر امین حق ته د احترام لپاره، تاوتریخوالي کم کړي، بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پيل کړي، د بین الافغاني خبرو ځنډېدو لپاره هېڅ دلیل شتون نه لري.»
د یادونې ده، چې د افغانستان د پوهنې وزارت د علمي شورا ریس، د قاصد څېړنیز مرکز مشر او د سولې فعال ډاکتر عبدالباقي امین تېره چهارشنبې د زمري ۲۹ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ پر عمومي سړک د چسپکې ماین په یوه چاودنه کې و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل