سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د یوه پولیس په ګډون ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د مرغومي ۱۹ مه د بغلان مرکز پلخمري ښار په یوه له ګڼې ګوټې ډکه سیمه کې رامنځ ته شوې.
چارواکي وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې په کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، یو پولیس او څلور ملکیان ټپیان دي.
د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت د دې خبر د پخلي تر څنګ زیاتوي، چې چاودنه کې دوکاندارانو ته هم زیات مالي زیانونه اوښتي او کابو ۲۰ دوکانونه ویجاړ شوي دي.
ویل کېږي په ټپیانو کې د بغلان د مدني ټولنې د شبکې رییس محمد عثمان شېرزی هم شامل دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل