د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان سوپکو وایي، د دوی د ادارې کار په افغانستان کې پای ته نه دی رسېدلی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سوپکو پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه پر دولت د څار پروژې سازمان کې خبرې کولې و ویل، چې په افغانستان کې یې ماموریت دوام لري.
نوموړي ویلي، تر اوسه پورې ډېرې پیسې په لاره دي او ډېرې پوښتنې شتون لري، چې باید هغو ته ځواب و ویل شي.
سوپکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
افغانستان کې د سوپکو دنده پر هغه پیسو څار وو چې امریکا د افغانستان د بیارغونې په برخه کې لګولې.
امریکا په تېرو کلونو کې په میلیاردو ډالره لګولي، چې ویل کېږي اکثریت یې شخصي جېبو ته تللې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل