د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم د یوه پلاوي په مشرۍ په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ادهانوم نن دوشنبې د وږي ۲۹ مه کابل ته رارسېدلی دی.
نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي«زه د روغتیا نړیوال سازمان له ډایرکټر احمد المنداري سره په افغانستان کې یم، د افغانانو د روغتیا ساتنه د روغتیا نړیوال سازمان لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب دی.»
دی وايي، افغانستان ته د سفر پرمهال په دغه هېواد کې د روغتیا نړیوال سازمان له روغتونونو څخه لیدنه وکړي او هم به د طالبانو له رهبرۍ، کار کوونکو او ډاکترانو سره هم وګوري.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي.
کابل ته د نوموړي سفر پر داسې مهال تر سره کیږي چې په افغانستان کې د نورو اړتیا تر څنګ په روغتیايي برخو کې هم خلک مرستو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل