امریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې که غواړي حکومت یې نړیوال مشروعیت پیدا کړي او په رسمیت وپېژندل شي، د امریکا او نړیوالې ټولنې وړاندیز شوي شرایط دې ومني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د طالبانو له پاره د نړیوالو او امریکا شرایط روښانه دي او طالبان یې باید ومني.
نوموړي زیاته کړې، له دې شرایطو یو هم د یوه داسې ټول ګډونه حکومت جوړول دي، چې د ټولو افغانانو استازولي وکړي.
ده ویلي«هغه څه چې موږ په ځلونو ویلي او نړیوالې ټولنې هم روښانه کړي، دا دي چې د طالبانو دنده ده چې یو داسې حکومت جوړ کړي چې ټول شموله وي او نه یوازې دا چې د افغانانو استازولي وکړي، بلکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویوونکی هم وي.»
پرایس وايي، دا هغه غوښتنه ده چې دوی یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره یوځای له نږدې څاري او ګوري چې طالبان یې د پوره کولو څه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل