د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د حکم پر اساس وروسته له دې هېڅوک تر پنځه زره امریکايي ډالر پورته پیسې له هېواده د ځان سره نه شي وړلی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د هوايي ډګر مشر عبدالهادي حمدان وايي، د رییس الوزار حکم به پر ټولو تطبیق کېږي او هېڅوک د سرغړونې حق نه لري.
حمدان وايي چې د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخند د دغه حکم پر اساس، له دې وروسته څوک نشي کولای له ۵ زرو څخه ډېر ډالر له ځان سره بهر ته انتقال کړي.
د اسلامي امارت په نوي حکم کې دغه اقدام دليل هم بهرنیو هېوادونو ته د پيسو د وړلو او قاچاق مخنيوی ښودل شوی دی.
د یادونې ده، چې د جمهوري نظام پر مهال د پيسو وړلو دغه اندازه ۱۰ زره امريکايي ډالره وه.
جمهورخبري آژانس:کابل