د "افغانستان د بشري حقونو فعالان" تر سرلیک لاندې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د "غیر انساني کړنو" مخه ونیسي.
دغو فعالانو د طالبانو له خوا د بد حجاب په تور د ښځو او نجونو د نیول کېدو په غبرګون کې وویل، چې د طالبانو غیر انساني او له تاوتریخوالي ډکو سیاستونو او کړنو افغانستان له یوه بشپړ او بې ساري بشري ناورین سره مخ کړی دی.
دوی ټینګار وکړ چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ډلې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د دوی په خبره، ښځې، نجونې او د ځینو قومونو او مذهبي ډلو کسان د طالبانو د تبعیضي چلند له امله په نښه کېږي.
د دغو فعالانو په اعلامیه کې راغلي چې د بشري حقونو د نړیوالو اسنادو له مخې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ظالمانه، محدودیتونه او تبعیضي کړنې او چلندونه د جنسیت پر بنسټ د جبر، د بشریت ضد جنایتونو او د جنسیتي تبعیض ښکاره بېلګه ده او هېڅ ډول دیني او مذهبي اساس نه لري.
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو د ډلې مشران او ملګري یې د دغو جنایتکارانه اعمالو د عاملینو په توګه تر عدلي تعقیب لاندې دي.
دوی د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له علماوو او قومي مخورو وغوښتل چې د طالبانو دغه «غیر انساني عمل» وغندي او د بنسټیز کېدو مخه یې ونیسي.
دغو فعالانو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه هم غوښتي چې د طالبانو له خوا د جندر او توکم پر بنسټ د جنایاتو په ګډون د بشریت ضد جرمونو مساله دې مطرح کړي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته دې راجع کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو پر زده کړو، زده کړو او کار بندیز لګولو سربېره د حجاب اغوستلو په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ هم پیل کړې ده.
جمهورخبري آژانس