د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک اعلان کړی چې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر به خرڅ کړي.
دغه بانک نن شنبې (د کب ۱۲مه) په خپله اعلامیه کې ویلي، چې سبا یکشنبې به ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام له لارې وپلوري.
دغه بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
جمهورخبري آژانس