په کنړ کې دولتي سرچینې وايي، په کنړ ولایت کې د یوه کور د چت د پرېوتو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه او ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د کب په ١٢مه، د کونړ ولايت د مرکز اسعداباد ښار په اندلس سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې دوه ښځې او يو نارينه وژل شوي او يو هلک او يوه نجلۍ ټپيان شوي دي.
ويل کيږي چې دغه پيښه د واورې او باران له امله رامنځته شوې ده او ددغه کور چت لوند شوى دى.
جمهورخبري آژانس