د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره په تلېفوني خبرې وکړې او هغه ته یې د دغې ډلې او پاکستان د اړیکو په پیاوړتیا کې د مثبت او رغنده رول د لوبولو غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن یکشنبې سهار (د کب ۲۷ مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې متقي په دې ټیلیفوني اړیکه کې ویلي د ده اسحاق ډار ګمارنه به د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکو پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولوبوي.
متقي وويل، په سيمه کې ورځ تر بلې مثبت تعامل زياتېږي او د سترو بنسټيزو پروژو عملي کارونه پيلېږي او موږ د پاکستان رغنده مرستې ته سترګې په لار يو.
متقي ډار ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.
محمد اسحاق ژمنه وکړه، چې د خپل ماموريت پر مهال به له پاکستان سره د طالبانو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره کار وکړي.
دواړو لورو همدا راز د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د مسافرو، ناروغانو او سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د شته ستونزو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس