۰

سبا دوشنبې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم تر سره کېږي

یکشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۶
ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې سبا دوشنبې د کب ۱۹ مه به د افغانستان د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم تر سره شي.
سبا دوشنبې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم تر سره کېږي
ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې سبا دوشنبې د کب ۱۹ مه به د افغانستان د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له همدې امله سبا دوشنبې عمومي رخصتي اعلان شوې او دغه راز په یادو مراسمو کې د ګډون لپاره ګڼو بهرنیو او کورنیو مېلمنو ته بلنه ورکړل شوې ده.

په دغه مراسمو کې د کوزې پښتونخوا یو شمېر سیاسي مشرانو او د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

ارګ ویلي، چې دوی د لوړې مراسمو لپاره پوره پوره چمتوالی نیولی او سبا به دغه مراسم تر سره شي.

ټاکل شوې وه، چې د لوړې مراسم د روانې کب میاشتې په ۸ مه تر سره شي، خو دا چې هغه مهال د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې موضوع خورا ګرمه وه، ارګ دغه مراسم د کب ۱۹ مې ته وځنډول.

د یادونې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني په دوهم ځل د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه به د لوړې مراسم تر سره کړي.

ښاغلي غني د ۱۳۹۸ په ولسمشرۍ ټاکنو کې یو ځل بیا وتوانېده، چې د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره د ټاکنو ګټونکی شي.

د ولسشمرۍ ټاکنې د تېرې تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شوې، خو پایلې يې تر پنځه میاشت ځنډ وروسته اعلان شوې.

د ټاکنو کمېسیون د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د اساسي قانون سره سم د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلان کړ.

د ټاکنو پایلو تر اعلان څو ورځې ووروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر محمد اشرف غني ته د دوهم ځل ولسمشر کېدو قانوني وثیقه ورکړه.

خو له دې سره سره د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله چې ۳۹.۵۲ سلنه رایو په اخیستو سره د ټاکنو پایلو له منلو انکار وکړ او د ټول شموله حکومت د جوړېدو خبر یې ورکړل.

اوس ویل کېږي، چې عبدالله عبدالله هم سبا دوشنبې په سپېدار ماڼۍ کې د ټول شموله حکومت د ولسمشر په توګه لوړه کوي، او په همدې تړاو یې خلکو ته د بلنې مکتوبونه لېږلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي