سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې په تخار ولایت کې ۲۶ تنه عشر ټولوونکو وسله والو طالبانو ته د سیمې د پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو سره نښته کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۲۳ مه د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په مشتان کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د ځايي چارواکو په وینا دغه کلي ته یوه ډله طالبان د عشر او ذکات د ټولوولو لپاره ورغلي و، خو د سیمې خلک یې پر ضد راپوروته شوي او نښته یې ورسره کړې ده.
امنیتي چارواکي وايي، له نښتې سره سم امنیتي ځواکونو هم سیمې ته ځان رسولی او د سیمې د خلکو سره یې یو ځای پر طالبانو بریدونه کړي دي.
د تخار ولایتي مطبوعاتی دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي، ۵ ټپیان، شپږ نیول شوي او پاتې نور غره ته تښتېدلي دي.
د تخار امنیه قوماندان معراج الدین سادات هم جګړه او طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله تاییدوي، وايي، په سیمه کې اوس هم چاڼیز عملیات روان دي.
د تخار په فرخار ولسوالۍ کې په عشر او زکات پسې یو کلي ته تللي ۱۵ طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
دی وايي، د سیمې خلکو له طالبانو څخه له ډېره وخته شکایت درلود او دې ته یې اړویست دي، چې نور د طالبانو پر ضد راپورته شي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل