امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د دوه جلا جلا چاودنو له امله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن چهارشنبې د زمري ۲۹ مه د کابل ښار په ۱۲ مه او پنځمه امنیتي حوزو اړوند سیمو کې رامنځ ته شوي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړی چاودنه نن سهار ۶:۴۵ د ۱۲ مې امنیتي حوزې اړوند د ارزان قمیت په سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا دغه چاودنه د پولیسو په یوه رنجر موټر پسې د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
دغه راز فرامرز زیاته کړه، چې دوهمه چاودنه نن سهار ۸:۷ بجې بیا د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ په سیمه کې شوې ده.
دی وايي، دغه چاودنه بیا د معارف وزارت اړوند په یوه کرولا موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند په خبره په دواړو چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې په ورځ هم په کابل ښار ۱۴ توغندي ویشتل شوي وو، چې د چارواکو په خبره د ښځو په ګډون په کې ۱۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل