۰

پمپیو او اسپر د افغانستان په تړاو د امریکا کانګرس ته ورغوښتل شوي

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیران مایک پمپیو او مارک اسپېر د کانګرس د دیموکراتو غړو له خوا د استازو مجلس ته ورغوښتل شوي دي.
پمپیو او اسپر د افغانستان په تړاو د امریکا کانګرس ته ورغوښتل شوي
د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیران مایک پمپیو او مارک اسپېر د کانګرس د دیموکراتو غړو له خوا د استازو مجلس ته ورغوښتل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې پمپیو او اسپېر به نن چهارشنبې د وږي ۱۲ مه کانګرس ته حاظر شي او د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې په اړه به یوه استماعیه غونده کې معلومات وړاندې کړي.

د استازو مجلس د څارنې او اصلاحاتو کمېټې غړو دغو وزارتونو ته لیکونه استولي دي ‌او ویلي یې دي‌ که د دغو وزارتونو استازي‌ حاضر نشول، رسماً به یې استجواب کړي.

امریکايي قانون جوړونکو خبرداری ورکړی که دغه وزارتونه اقدام ونه کړي، کمیسیون ته به له اجباري ګواهي اخیستلو پرته بله لار پاتې نشي.

د امریکا د کانګرس دموکرات غړو ویلي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د کمولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه سیاسي انګېزه لري.

د ټرمپ سیاسي سیالانو استدلال کړی چې د امریکايي پوځیانو او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، طالبانو له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړې.

د استازو مجلس ېموکرات غړو په لیک کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې ده.

جنرال کېنت مېکنزي د جون په لسمه نېټه ويلي وو چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو بشپړ وتلو ته شرایط برابر نه دي.

همدرانګه، د امریکا د سنا مجلس مخکښ دموکرات غړي باب منندز د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت باید پر امریکايي قواوو د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه وضاحت ورکړي چې د دوحې له تړون نه څرګنده سرغړونه ده.

د یادونې ده، نیویارک ټایمز ورځې درې ورځې وړاندې راپور ورکړی و، چې د قطر له موافقې وروسته په لومړي ځل طالبانو په هلمند کې د امریکايي ځواکونو په یوه مرکز برید کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي